د فارياب والي نقيب الله فايق وايي، چې وسله والو طالبانو داسې کشفي الوتکو ته لاسرسی پيدا کړی، چې د شپې لخوا د تصوير اخيستلو وړتيا لري لري او څو کيلو متره الوتنه کوي.
فايق زياته کړې، چې داعش وسله وال او ډېر شمېر نور بهرني ترهګر د طالبانو تر څنګ په دغه ولايت کې جګړه کوي.
د هغه په وينا، ازبکستاني اتباعو په خواجه سبز پوش او قيصار ولسواليو کې له دغو طيارو څخه د افغان ځواکونو پر ضد جګړه کې کار اخيستی دی.
له فارياب وړاندې په کونړ او خوست ولايتونو کې هم څو ځله د امنیتي ځواکونو له لوري دغه ډول کشفي الوتکي ويشتل شوي دي.